ایکنا خبری اژانس راپور راکړ، د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دکلتوري خونې مشر مهران سکندریان له ایکنا سره په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د قرآن کریم ددغو ژباړو د امت وحدت ، د نبوّت میراث په نامې سره په سیمنار کې چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) دنیکمرغه زوکړې په مناسبت په دغه مرکز کې ترسره شو ،مخ کتنه وشوه .
هغه ووئیل ، په دغو کې د یوه قرآن ترجمه ، د حاجی سید حعفرحسین شاه د منظومې ترجمې دوهم چاپ دی چې کابو سل کاله مخکې ژباړل شوی دی او دوهمه ترجمه هم په پښتو ژبې سره د شیعیانو په عقیده د لومړنۍ ترجمې په توګه د محمد رحیم دراني په لاس شوې وه او د هغه په شتون سره ئې مخ کتنه وشوه .
د محمد رحیم دراني په وینا، دغې ژباړې اته کاله وخت واخست او د کار د پیلولو لپاره ئې په پښتو ژبه د قرآن کابو دیرش ترجمو باندې کرکتنه کړې او دهغو په اساس ئې یوه قماله لیکلې ده . په دغې مقالې کې د قرآن کریم په پخوانیو لسو ترجمو کرکته او ارزونه شوي او د نوي ترجمې ضرورت لازم شوی دی .
ددغه راپور په اساس ، د : امت وحدت، دنبوّت میراث نومې سیمنار ، په پیښور کې د ایران دسرکنسول او د پاکستان د البصیره څيړنیزې موسیسې دمشر په شتون سره ترسره شو او دغه په دغه سیمنار کې شیعه او سني عالمانو ،پوهنتونوالو ، د منهاج القران نړیوالې موسیسې میرمنو، ادبی او مدني شخصیتونو پکې شتون درلود او دغه راز یو شمیر شخصیتونو پکې ویناوې هم وکړې .